د اوکراین ځايي چارواکي وايي، روسي ځواکونو د تور سمندرګي د بندر اوډیسا په مرکز کې، چې د یونیسکو نړیوال میراث ځای دی، توغندیز بریدونه کړي دي، چې تاریخي ودانۍ یې سختې زیانمنې کړې دي.
رویټرز راپور ورکړی چې په بریدونو کې اووه کسان ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې دا «یو قصدي برید» وو. هغه یو ځل بیا د خپل هېواد د هوايي دفاع د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې د ناروې ډیپلوماتان په دې تاریخي سیمه کې «د برید په مرکز کې» وو.
په ورته وخت کې، د اوډیسا سیمې والي، اوله کیپر ويلي چې په بریدونو کې اووه کسان ټپیان شوي دي او د بېړني غبرګون ټیمونه په سیمه کې موجود دي.
دغه خبري اژانس ویلي چې د اوډیسا ښاروال ګیناډي تروخانوف او والي کيپر لخوا خپاره شوي آنلاین عکسونه د برسټل هوټل لابي او نورې برخې، چې د ۱۹مې پیړۍ په پای کې جوړ شوی یو شانداره ځای ښيي؛ چې اوس په کنډوالو بدل شوی دی.
له بلې خوا، د برسټول هوټل مخې ته د اوډیسا فيلارمونیک کنسرټ هال هم زیانمن شوی او ډېرې کړکۍ یې ماتې شوې دي.
د راپور پر بنسټ، آنلاین ویډیوګانې هغه ټوټې ښیې چې د هغه وخت د شاندار کور اوپراى څخه څو سوه متره لرې په سړک کې خپرې شوې دي. په سیمه کې موزیمونه هم زیانمن شوي دي.
ښاغلي کیپر د اوکراین ملي ټلوېزیون ته ويلي چې په وقفو وقفو کې درې چاودنې وشوې، چې هغه یې د روسیې د پوځ د «ثابت شوي عمل» په توګه په ورته هدف باندې د مکرر بریدونو په توګه بیان کړي دي.
هغه په داسې حال کې چې د بېړنيو مرستو خدمتګارانو ترڅنګ په سړک ولاړ و وويل، «په دې حالت کې، يو توغندی چې په کانکرېټ کې د نفوذ توان لري کارول شوی و، پدې مانا چې په قصدي ډول یوه ملکي هوټل په نښه شوی و ترڅو دننه فرشونه او جوړښتونه ویجاړ کړي، ویجاړتیا رامینځته کړي او البته هغه ملکي وګړي چې په هغه وخت کې هلته پاتې وو ووژل شي.»
ولادیمیر زیلینسکي په خپله شپنۍ ویډیوي وینا کې وویل چې برید «مستقیم په ښار کې، په عادي ملکي ودانیو» ترسره شوی. «موږ په کراتو ویلي چې هوايي دفاع تر هرڅه لومړیتوب دى.»