تمه کېږي، چې د فلسطین وسله واله ډله حماس به نن (شنبه، د سلواغه ۱۳مه) د یرغملو د تدریجي خوشې کول په وروستي پړاو کې درې تنه یرغمل اسراٸیلو ته وسپاري.
رویټرز راپور ورکړی چې د حماس لخوا نېول شوي درې اسراٸيلي یرغمل شوي کسان ياردن بیباس پلار، ۹ میاشتنی ماشوم کفير او ۴ کلن آریل دي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس وسله والو لخوا یرغمل شوي وو.
حماس د همدې کال په نومبر کې اعلان وکړ چې هلکان او د دوی مور، چې په ورته وخت کې نېول شوي وو، د اسراٸیلو په هوايي برید کې وژل شوي دي؛ له هغه وخت راهیسې د دوی په اړه هیڅ خبر نه دی ورکړل شوی.
د حماس په وینا، کیت سیګل، چې د امریکا او اسراٸیلو دوه ګونی تابعیت لري، او اوفر کالډرون، چې د فرانسې او اسراٸيلو دوه ګونی تابعیت لري، هم د ۱۸۲ فلسطیني بندیانو او اسيرانو د تبادلې برخه وي.
تمه کېږي چې لومړني فلسطینیان به د شنبې په ورځ د غزې څخه مصر ته د رفح د نوې پرانیستل شوې لارې له لارې سفر وکړي. په پیل کې، دا لاره به د ۵۰ ټپي شویو وسله والو او ۵۰ ټپي شویو ملکي وګړو، او همدارنګه د هغوی سره مل کسانو لپاره خلاصه وي، ١٠٠ تنه نور چې ډېر احتمال لري زده کوونکي وي د بشري دلایلو له مخې د ننوتلو اجازه ولري.
د ياد خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د هغو ۳۳ يرغمل شويو کسانو له ډلې څخه ۱۵ يې چې ټاکل شوې وه، چې د اوربند په لومړي پړاو کې خوشې شوي وى، تر اوسه پورې د ۴۰۰ فلسطيني بنديانو او اسيرانو په بدل کې خوشې شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ د تړون په دوهم پړاو کې د ۶۰ څخه زیاتو پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او له غزې څخه د اسراٸیلي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې اترې پیل شي.
د شپږو اونیو لومړنی اوربند، چې د مصر او قطر په منځګړیتوب او د متحده ایالاتو په ملاتړ رامنځته شو سره له دې چې یو شمیر پېښې رامنځته شوې چې دواړه خواوو یو بل له تړون پر سرغړونې تورن کړي دي، تر اوسه پورې په سمه لاره پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراٸیلو د احصایو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس برید شاوخوا يو زرو ۲۰۰ کسان ووژل او دې ډلې له ۲۵۰ څخه ډیر یرغمل کړل.
خو د فلسطین روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراٸيلو بریدونو په ځواب کې د غزې تړانګې ډېره ګڼ مېشته سیمه ویجاړه کړې او له ۴۷زرو څخه ډېر فلسطینیان یې وژلي دي.