افغانستان

يان اېګلنډ: د اروپايي هېوادونو استازي بايد د ښځو د حقونو د دفاع لپاره کندهار ته لاړ شي

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان اېګلند وايي چې د اروپايي هېوادونو استازي باید د ښځو د حقونو د دفاع او د طالبانو د جنسیتي تبعیض پر وړاندې مبارزه لپاره کندهار ته لاړ شي.

ښاغلي اېګلند د فرانس ۲۴ خبري آژانس سره په یوه مرکه کې زیاته کړه چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د افغانستان خلکو ته شا اړولې ده.

هغه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د کمېسیون د استازیتوب ستاينه وکړه.

د ښاغلي اېګلنډ په وینا، د اروپایي هېوادونو ډېر استازي د غونډو لپاره دوحه، دوبۍ، اویا اسلام آباد ته سفر کوي؛ په داسې حال کې چې دوی باید کابل ته لاړ شي.

يان اېګلنډ وویل: «په افغانستان کې په اروپايي کمېسیون کې زړورې ښځینه ډیپلوماتانې شته. خو د ډېرو اروپايي هېوادونو ډېر نارینه سفیران په دوحه، دوبۍ، اسلام آباد او نورو هېوادنو کې سره ګوري. یوازې یو څو یې کابل ته ځي، او بیا د لنډمهاله ماموریتونو لپاره. دوی باید بېرته راشي او په کابل کې پاتې شي؛ کندهار ته لاړ شه؛ د ښځو د حقونو او د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د مبارزې لپاره زموږ سره یوځای مبارزه وکړي.»

ښاغلی اېګلنډ، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته له اوږده سفر څخه راستون شوی، په ځانګړي ډول د زرګونو افغان اتباعو وضعیت ته پام کړی چې هره ورځ د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنېږي.

هغه وايي چې ایران او پاکستان ادعا کوي چې د لسیزو راهیسې د افغان ټولنو ملاتړ وروسته، نور د دوی د کوربه توب توان نه  لري.