افغانستان

طالبانو په کاپیسا ولایت کې یوه ښځه او یو سړی په دورو ووهل

انځور له آرشیف

د طالبانو له خوا د خلکو د بدني سزا په دوام ، په کاپیسا ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د «زنا او غلا» په تور په دورو وهل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دا کسان د سې شنبې په ورځ د خلکو د سترګو په وړاندې محکوم او مجازات شول.

طالبانو ويلي، چې دوی دغو کسانو ته د شپږو میاشتو بند او له ۲۲ څخه تر ۳۹ دورو سزا ورکړې ده.

طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرې میاشتې له پیل راهیسې د بېلابېلو تورونو له امله د دغو دوو کسانو په ګډون ۳۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو دا چلند د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له جدي او سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. دغه نړیوال سازمانونه د طالبانو له خوا په عام محضر کې د اشخاصو د مجازات کولو د عمل د سمدستي بندولو غوښتنه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د قضايي حقونو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.