سرچینو آمو ته تایید کړې چې طالبانو محمود حسن او عبدالقادر قانت، دوه دیني عالمان چې پر دوی یې نيوکې کړې وې، نېولي دي.
دغو دواړه کسانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې په يوه غونډه کې د وينا پرمهال د قندهاري طالبانو لخوا د واک پر انحصار نيوکه وکړه.
ښاغلي حسن په دې ناسته کې ویلي وو، چې په قندهار کې د واک انحصار باید مات شي.
محمود حسن د طالبانو د حج او اوقافو پخوانی رئیس هم پاتې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلی قانت تر دې وړاندې هم د تلې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو لخوا نېول شوی و، خو له لږ تر لږه دوو ورځو بند وروسته خوشې شوی و.
د دوی کورنیو آمو ته تایید کړې، چې دواړه کسان د سې شنبې په ورځ د طالبانو لخوا نېول شوي دي.
تر دې مخکې هم نیوکې شوې وې، چې طالبان تل د خپلو مخالفانو غږ خاموشوي او هغوی بنديان کوي.