افغانستان

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ د واکسین کمپاین پيل شو

انځور له آرشیف

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین نن (دوشنبه، سلواغه ۸مه) د افغانستان په شپږو زونونو کې پیل شو.

د « له پولیو څخه پاک افغانستان» په نوم بنسټ پر اېکس ویلي، چې دا درې ورځنی کمپاین د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغیس په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ترسره کېږي.

دغه بنسټ، له افغانانو غوښتي چې د واکسیناتورانو سره مرسته وکړي ترڅو ماشومان يې واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو کلونو کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې زیاتې شوې دي، او د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې تر دې دمه په هېواد کې د پولیو ۲۵ مثبتي پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا، طالبانو تر دې وړاندې کور په کور د ګوزڼ واکسین پر کمپاینونو په ځانګړي ډول په هلمند او کندهار ولایتونو کې ځینې محدودیتونه وضع کړي وو.

یونېسف (د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق) په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د هغو وروستیو هېوادونو له ډلې دی چې د ماشومانو د ګوزڼ وایروس په کې لا هم په بومي ډول شتون لري.

یونېسف زیاته کړې چې د واکسیناسیون کمپاینونه او د خوندیتوب خدمات د دې ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لري.