د غزنی ولایت د ګیلان ولسوالۍ بازار ته څېرمه د يوه موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شول.
په غزني کې د طالبانو د امنیتی قوماندې ویاند خالد سرحدي، ددې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې غوري ياده کړې ده.
په تېرو څو میاشتو کې، په هېواد کې د ترافیکي پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی. د طالبانو تر ادارې لاندې د ترافیکو رياست احصایې ښيي چې په تېرو لسو میاشتو کې په هېواد کې تر ٤زرو څخه زياتې ترافیکي پېښې رامنځته شوي دي.