سوداګري

د ډالرو په وړاندې د افغانیو په ارزښت کې بې ساري کمښت: طالبانو یو ځل بیا ډالر لیلام کړل

د پولي معاملې یو انځور

په داسې حال کې چې د هېواد په بازارونو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت په چټکۍ سره د کمېدو په حال کې دی. طالبانو په روانه اونۍ کې یو ځل بیا ډالر لیلام کړل.

د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی به د دوشنبې په ورځ ۸ لکه ۲۵ میلیونه ډالره لیلام ته وړاندې کړي.

دا په درېيو ورځو کې دوهم ځل دی چې طالبان ډالر لیلاموي. تر دې مخکې، دوی د دې اونۍ د شنبې په ورځ په بولۍ کې شل ملیون ډالر ليلام ته وړاندې کړل.

سره له دې چې طالبانو دا ډول اقدام کړی دی؛ خو په دې اونۍ کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلى دى. او اوس د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر تر ۸۱،۵ افغانیو پورې پلورل کېږي.

د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت په داسې حال کې په کمېدو دى، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره خپلې زیاتې مرستې بندې کړې.

بل خوا یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په درې کلنه موده کې په مصنوعي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلی او د مرستو له بندېدو سره سم افغانيو خپل ارزښت له لاسه ورکړ دى.

په ورته وخت کې دغه کارپوهان زیاتوي، چې د پولي انفلاسیون زیاتوالی به د هېواد د اوسېدونکو په وړاندې له پخوا مخ پر ځوړ اقتصاد جدي اغېز وکړي او د پخوا په پرتله به فقر او لوږه نوره هم زیاته کړي.