د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبيل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو د مشرانو د نیولو لپاره «له بن لادن څخه د سترې جايزې» ټاکلو یادونه د طالبانو پر وړاندې د سیاسي او ډیپلوماتیکو فشارونو زیاتوالی ښيي.
ښاغلي نبيل له آمو سره په خبرو کې وویل: «اسامه بن لادن سره د طالبانو د مشرانو پرتله کول دا معنا لري چې امریکا طالبان د یوه مشروع سیاسي ګوند په توګه نه، بلکې د نړیوال امنیت لپاره د یو ګواښ په توګه ګڼي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون خبرداری ورکړ چې که د طالبانو له لوري د امریکایي وګړو د یرغمل نېولو راپورونه رښتیا وي، د اسامه بن لادن لپاره له ټاکل شوي انعام څخه ستر انعام به د طالبانو د مشرانو باندې وټاکي.
هغه پر اېکس کې لیکلي: «که دا خبر رښتیا وي، باید د طالبانو د مشرانو لپاره له بن لادن څخه لوی انعام وټاکو؛ ډېر لوی.»
ښاغلی نبيل باور لري چې دا څرګندونې طالبانو ته یوه جدي خبرداری دی.
هغه زیاته کړه: «دا موضوع طالبانو ته پیغام رسوي چې د یرغمل نېونې یا له ترهګریزو ډلو سره د همکارۍ هر ډول هڅه به جدي پایلې ولري.»
د هغه په باور، د امریکا دا دریځ ښایي د هغو اطلاعاتو پر بنسټ وي چې له افغانستان څخه د احتمالي بریدونو یا امنیتي ګواښونو په اړه ترلاسه شوي دي. په دغه ګواښونو کې کېدای شي د افغانستان له خاورې څخه د امریکا یا د دې هېواد د متحدینو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو پلانونه شامل وي.
ښاغلي نبيل ټینګار وکړ چې دا څرګندونې په ځانګړې توګه د بشري حقونو د سرغړونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د نه شتون په اړه د طالبانو پر وړاندې نړیوال فشارونه زیات کړي. هغه دغه راز وويل چې دغه دریځونه سیاسي اړخ هم لرلی شي او ښايي موخه یې طالبان دې ته هڅول وي چې پر خپل چلند بیا کتنه وکړي.