د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د دغه وزارت په مرکز کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هرکلی کړی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي، چې دوی له دغه ایراني پلاوي سره دوه اړخېزه ناسته پیل کړې ده.
طالبانو د دې ناستې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دغه سفر په اړه پر اېکس لیکلي وو چې ښاغلی عراقچي د ګډو ګټو او اندېښنو پر سر د خبرو او حل لارو موندلو په موخه کابل ته ځي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي و: «دا سفر کولی شي د دواړو هېوادونو د ګډو اړیکو څخه د متقابل ګټو د ترلاسه کولو لپاره یوه نوې پدیده وګرځي.»
که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې هېواد د «لېوالتياوو او اندېښنو» په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو له هلمند سیند څخه د ایران د حقابې مسئله، ترهګري، نشه يي توکي، او کډوالي هغه موضوعات دي چې د ایراني چارواکو له لوري په پرلهپسې ډول د افغانستان سره په اړیکو کې د جدي مسائلو په توګه مطرح شوي دي.