افغانستان

د پاکستان ځانګړی استازی: افغان زده کړيالان په پاکستان کې د زده کړې لېواله دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، افغان ښځينه او نارينه  زده کړيالان په پاکستان کې زده کړو ته لېواله دي.

هغه په اېکس کې داسې انځورونه خپاره کړل چې ښيي لسګونو افغان زده کړيالانو په پېښور او کوټه کې د علامه اقبال سکالرشپونو په ازموینه کې برخه اخیستې ده.

ښاغلی صادق زیاتوي چې د ازموینې په مرکزونو کې د دغو محصلینو شتون په پاکستان کې له زده کړو سره د هغوی علاقه او لېوالتیا ښيي.

طالبانو په افغانستان کې له واک ته د رسېدو راهیسې ښوونځي او پوهنتونونه د ښځینه زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

په وروستۍ قضیه کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له خوا د طالبانو د مشر د یوه فرمان په صادرولو سره په هغو روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه، چې د نجونو د زده کړو لپاره د هیلو ورستۍ کړکۍ بلل کېده.

د طالبانو دغه عمل د اسلامي نړۍ او اسلامي هېوادونو د علماوو په ګډون پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي؛ خو دوی په دې اړه خپله تګلاره نه ده بدله کړې.

تر دې وړاندې په اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر په ښکاره د طالبانو پرېکړه د دوی د ارادې او خپلځاني برداشت بللى و او ویلي یې وو چې دغه چلند له دین او اسلامي لارښوونو سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه په دې غونډه کې وویل: «حلال حرام ګڼل تر ټولو ستره ګناه ده.»