د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خپل کار په څلورمه ورځ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د دوی پر لوړپوړو مشرانو به د اسامه بن لادن په پرتله لويه جايزه وټاکي.
ښاغلی روبیو وايي، اورېدلي يې دي، چې طالبانو له هغه څخه ډېر امریکايي اتباع «یرغمل» کړي دي، چې په راپورونو کې يې اعلان کړي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په اېکس کې لیکلي: «که دا خبر ریښتیا وي، موږ باید سمدستي د دوی مشرانو باندې ډېره ستره جايزه وټاکو؛ له بن لادن څخه لويه.»
د ښاغلي روبیو دغه خبرداری په افغانستان کې د طالبانو له خوا د څو امریکايي اتباعو د یرغمل کېدو په تړاو مطرح شوی دی.
که څه هم ویل شوي چې درې امریکايي اتباع راین کوربټ، ګلزمن او محمود شاه حبیبي د طالبانو له خوا بندیان دي. خو تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د دغه هېواد اوه تنه اتباع د طالبانو په زندانونو کې دي.
طالبانو د محمود شاه حبیبي نېول او زنداني کول رد کړي دي؛ خو د هغه د کورنۍ یوه غړي مخکې آمو ته ویلي و چې طالبانو ښاغلی حبیبي القاعدې ته سپارلی دی.
ویلیم مک کينټي چې نوم یې مخکې له طالبانو سره د یوه امریکايي بندي په توګه نه و خپور شوی، له راین کوربټ سره یوځای دوه امریکايي اتباع دي چې په دې وروستیو کې په امریکا کې د طالبانو له یوه بندي خان محمد سره تبادله شوي دي.
خان محمد د طالبانو یو له مهمو غړو څخه دی چې شاوخوا دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو له خوا نېول شوی و او د “ترهګرۍ او نشهيي توکو” په جرم د یوې امریکايي محکمې له خوا په «عمري بند» محکوم شوى و.