رویټرز د یوه امریکایي وکیل او چارواکي له قوله ویلي، د هغو افغانانو الوتنې او بیا مېشتېدنه هم ځنډول شوې چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اېس آى وي) لري.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د بیا مېشتېدنې د الوتنو د ځنډولو سره سره، یو شمېر افغانانو لپاره چې د متحده ایالاتو د ځانګړو کډوالۍ ویزو لرونکو دي او د امریکا متحدین بلل کېږي؛ الوتنې لاهم روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يوه اجرایوي فرمان له مخې د هغو ۴۰ زره افغان اتباعو الوتنې ځنډول شوې، چې د امریکا ځانګړې ویزې یې منظور شوې وې.
دا افغان وګړي هغه کسان دي چې په هېواد کې د امریکا د شل کلن حضور په موده کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار او همکاري کړې او اوس د «طالبانو د غچ اخيستنې» له ګواښ سره مخ دي.
شان ونډايور، د متقاعدو سرتېرو او مدافع ډلو د اصلي ایتلاف مشر چې د امریکا له حکومت سره د وتلو او بیا مېشتېدنې لپاره کار کوي، وايي چې ډېر بې ځایه شوي په افغانستان کې دي او پاتې نور په پاکستان، قطر او البانیا کې دي.
دغه بهير وروسته له هغه وځنډول شو، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د امریکا د بهرنۍ تګلارې سره سم د امریکا د پراختیایي مرستو اغېزمنتوب او مطابقت باندې بیاکتنه وکړي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بهرنیو مرستو ټول فعالیتونه یې ځنډولي دي.
په همدې حال کې کارپوهان او مدافع ډلې وايي چې د بهرنیو مرستو بندېدل د امریکا او نړیوالو مرستو په فعاليتونو کې ګډوډي او د تغذیې، روغتیا، واکسیناسیون او نورو پروګرامونو د درولو لامل شوی دی.
دغه حکم د بهرنیو چارو وزارت د ادارو لپاره تمویل هم وځنډاوه چې د ځانګړي مهاجرت ویزو (اېس آى وي) لرونکو افغان اتباعو سره په متحده ایالاتو کې د کور، ښوونځي او دندې موندلو کې مرسته کوي.
د ولسمشر دې اقدام د امریکا د کډوالۍ د پروګرامونو یو شمېر غوښتونکي په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د امریکا د ۲۰ کلن حضور په موده کې یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی، اندېښمن کړي دي.
دغه هېوادوال وايي چې اوس په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ په خاطر د طالبانو له خوا «د غچ اخیستنې، نېولو، شکنجو، ګواښونو، زندانونو او مرګ» سره مخ دي.
د دغو افغان اتباعو له ډلې څخه يوشمېر چې پر افغانستان د طالبانو له حاکميت راهيسې درېيمو هېوادونو ته تللي، وايي، که چېرې د دوی د کډوالۍ دوسيې ونه څېړل شي او په امريکا کې مېشت نه شي، د طالبانو له خوا به له شکنجې، زنداني کېدو او بالاخره له مرګ سره مخ شي.