د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د قابلبای په سیمه کې د بوټ جوړونې یوه کارخونه کې اورلګېدنې ۵۰۰ زره ډالره زیان واړاوه.
د کارخونې د مسوولینو په وینا، د خامو موادو زېرمې او تولید شوي محصولات په بشپړ ډول سوځېدلي او ټوله پانګه یې له منځه تللې ده.
دغه کارخونه چې د کابل-جلالآباد په لویه لاره موقعیت لري، پرون (جمعه، د سلواغې ۵مه) پکې اورلګېدنه رامنځته شوه.
تر اوسه د پېښې د علت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو مسوولین هڅه کوي چې د پېښې عوامل وڅېړي.
په کابل کې ورته اورلګېدنو په مکرر ډول د ودانیو د خوندیتوب په برخه کې د کمزورۍ له امله درانه زیانونو اړولي دي.