د طالبانو د کورنیو چارو معين محمد نبي عمري د هیبت الله آخندزاده او عبدالحکیم حقاني د نېولو غوښتنه «نابریالۍ او خندوونکې» وبلله.
د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر تېره ورځ د خوست په یوه جهادي مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې د جرمونو له نړيوالې محکمې وغوښتل چې دغه غوښتنه بېرته واخلي.
دغه طالب چارواکي ويلي، «افغانان د خپلو اصولو او ارزښتونو پر بنسټ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي، او نړیوال ځواکونه باید دا حقیقت ومني،»
د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نېولو د حکم غوښتنې د غبرګونونو څپې راپارولې دي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپوروکوونکي ریچارډ بنټ په ګډون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د مشر د نېولو د حکم غوښتنه په افغانستان کې د عدالت پر لور یو مهم ګام دی.
په خبرپاڼه کې دغه کارپوهانو د محکمې پر غړو هېوادونو غږ کړی چې دغه غوښتنه په عملي توګه تعقیب کړي.