د بښنې نړیوال سازمان د «زده کړو د نړیوالې ورځې» په مناسبت له نړۍ غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره چوپتیا ماته کړي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې د نړۍ له هېوادونو همداراز غوښتي چې طالبان دې د نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو په تېره بیا د پوهنې په برخه کې د سرغړونې په اړه «ځواب ويونکي» کړي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: « د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ راهيسې دا هېواد د بشري حقونو د بې ساري سرغړونو، جنسيت پر بنسټ ځورونو، شکنجې، خپلسري نيونې او سانسور مرکز ګرځېدلی دی، په وړاندې يې حساب ورکول لا هم صفر دی. {خو} د نړۍ ځواب؟»
د بښنې نړیوال سازمان وايي، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، دغه هېواد له بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې په پورته روان دی. ښځې د ژوند په ټولو اړخونو کې منع دي، ناوړه چلندونه لکه شکنجه او ناوړه چلند، په خپل سر نېول، جبري ورکېدل، سانسور او داسې نور د طالبانو په واکمنۍ کې په بشپړ معافیت سره دوام لري.
د طالبانو لخوا د زده کړې پر حق بنديزونه
طالبانو په هېواد کې د واک تر ستنېدو وروسته نجونې او ښځې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو له دوام ورکولو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې. دغه عمل په تېرو دریو کلونو کې له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوى دی.
په داسې حال کې چې طالبانو د دغه بندیزونه په پیل کې تر «امرثاني» بللی و؛ خو له درېيو کلونو څخه د زيات وخت تېرېدو وروسته هم دغه بنديزونه نه دي لېرې شوي. بلکې د هېواد د اتباعو په تېره بیا د ښځو ټولو حقونو او آزادیو باندې يې بنديزونو ته پراختیا ورکړې ده.
طالبانو په دې وروستیو کې د نرسنګ او قابله ګۍ په ګډون په روغتيايي بنسټونو کې ښځې له زده کړو هم منع کړي دي. هغه عمل چې ټوله نړۍ او د افغانستان خلکو ته يې ټکان ورکړ او د اسلامي نړۍ یو شمېر علماوو هغه د دیني او شرعي احکامو خلاف وبلل.
تر دې مخکې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې د اسلامي نړۍ د مشرانو جرګې مشر په ښکاره د طالبانو بندیزونه د اسلام د دین له اصولو او لارښوونو سره په ټکر کې وبلل او ویلي یې دي چې دا د فردي فکر له مخې برداشت کېږي.