د ازبکستان د ستراتيژيكو مطالعاتو د موسسې مشر، الدرو آريپوف د افغانستان په چارو کې د مالیزیا ځانګړي استازي ډاټو احمد اعظم سره د هېواد د روان وضعيت او سیمه يیزو مسلو په اړه خبرې وکړې.
د ازبکي رسنیو په وینا، په افغانستان کې د سولې ترويج او دوامداره پراختيا لپاره د دغه هېواد کړنلاره د دوى د خبرو اترو له موضوعاتو څخه وو.
الدور آريپوف په دغه کتنه کې ويلي «د افغانستان د ټولنیزو او اقتصادي وضعیت ښه کول او په سیمه ییزو سوداګريزو اړيکو کې هغه ادغام په مرکزي او جنوبي آسيا کې د سیمه ییز امنیت په ډاډ ورکولو کې یو مهم فکتور دی»
په دغه دوه اړخېزه ليدنه کې د دواړو لورو لخوا افغان وګړو ته د ګډ روزنیز پروګرام پلي کولو باندې هم ټینګار وکړ.
يادو رسنيو ليکلي، چې د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي په افغانستان کې د ازبکستان هڅې او نوښتونو څخه مننه وکړه او په دې اړه يې د خپل هېواد چلند د ورته والي په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر هېواد د طالبانو له حاکميت راهیسې، افغانستان له څو سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او بشردوستانه بحرانونو سره مخ دی.
طالبانو د هېواد د وګړو اساسي حقونو په ځانګړي توګه مېرمنو د زده کړو پر دوام بنديزونه او محدوديتونه وضع کړي دي چې له هېواد سره د نړيوالو مرستو د کمېدو اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.
په عین وخت کې، طالبانو د ښځو کار له امله د بهرنیو او کورنیو سازمانونو په کارونو او فعالیتونو هم محدودیتونه پلي کړي دي.
ترهګري او ګواښونه، بل جدي بحث دى چې په سیمه کې يې په افغانستان کې واک ته د طالبانو راستنیدو سره اندیښنې راپورته کړې دي.