افغانستان

امریکا د افغانستان په ګډون خپلې بهرنۍ مرستې «په پراخه کچه بندې» کړې

عکس از وزارت خارجه ایالات متحده

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه د سلواغه په پنځمه) د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د ځنډولو په اړه د بیاکتنې له امر وروسته د ټولو شته بهرنیو مرستو لپاره د «کار د درولو» امر وکړ.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، په یوه ټېلېګراف پیغام کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مرستو د دفتر له خوا چمتو شوی او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو رابیو له خوا تصویب شوی، اسراٸیل او مصر ته د پوځی تمویل معافیت صادر شوی دی؛ خو د افغانستان په ګډون کوم بل هېواد چې له امريکا څخه بشري مرستې ترلاسه کوي، تر دې معافيت لاندې نه دي ياد شوي.

دا اقدام په نړۍ کې د ډیرو خلکو، په ځانګړې توګه د افغانستان د اتباعو، چې د بې وزلۍ او لوږې په لوړه کچه کې ژوند کوي، د ژوند ژغورلو لپاره د میلیاردونو ډالرو مرستې کمولو خطر له پايلو سره مخ کوي. د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی او په ۲۰۲۳ مالي کال کې یې د نړۍ له بې وزلو او اړمنو هېوادونو سره شاوخوا ۷۲ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د واک تر اخیستو وروسته، د ٩٠ ورځو لپاره د متحده ايالاتو بهرنۍ پراختیایی مرستې وځنډولې ترڅو وګوري چې آیا دا د هغه بهرنۍ پالیسۍ سره اغېزمنه او مطابقت لري؛ خو د دې امر ساحه لا نه ده مشخصه شوې.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړى، چې د کډوالو د منلو پروګرام یې له لومړیتوبونو څخه لېرې کړی، چې په هغو کې د هغو افغان اتباعو بیا مېشت کول هم شامل دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او د دغه هېواد متحدین ګڼل کیږي.

اوس، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ټېلېګراف په پيغام کې چې سمدستي پلي کېږي راغلي: «تر هغه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بیاکتنې وروسته پرېکړه وکړي؛ لوړ پوړي چارواکي باید د قانون لخوا اجازه ورکړل شوي حد پورې ډاډ ترلاسه کړي، چې د بهرنيو مرستو لپاره هيڅ ژمنه نه رامنځته کېږي»

په همدې حال کې د امريكا د بهرنۍ پراختيا پخوانی کارکوونکی جرمي کونینډیک چې اوس د کډوالو د نړیوال سازمان مشر دی وايي: «دا ليونتوب دی. دا د خلکو د وژني سبب ګرځي. موخه مې داده لکه څنګه چې په پیغام کې لیکل شوي هماغه ډول پلي شي نو ډیری خلک به مړه شي.»