افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د منلو پروګرام له خپل لومړیتوب څخه لېرې کړ

انځور له آرشیف

د متحده ايالاتو د کډوالو چارو وزارت اعلان کړى، چې د کډوالو د منلو پروګرامونه له لومړیتوب لېرې کوي او له دې وروسته به «هیڅ داسې فعالیت ونه کړي چې ډله يیزې کډوالۍ ته لاره هواره کړي یا هڅوي».

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کډوالۍ پروګرامونه نور د دوى لومړیتوب نه دی او هغه څه چې بايد دوى يې وکړي د «متحده ایالات خوندي، پیاوړي او سوکاله کړي.»

په خبرپاڼه کې راغلي: «لومړی، موږ باید د ډله يیزې کډوالۍ مخه ونیسو او خپلې پولې خوندي کړو. د بهرنیو چارو وزارت به نور په داسې فعالیتونو کې ښکېل نه وي چې ډله ایزه کډوالي آسانه یا وهڅوي. »

د دې خبرپاڼې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي: «هر ډالر چې موږ مصرف کوو، هر پروګرام چې موږ یې تمویلوو، او هره پالیسي چې موږ یې تعقیبوو باید درې اهداف پوره کړي (د متحده ایالاتو خوندي کول، پیاوړي کول او سوکاله کول). »

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه اجرایوي فرمان له لارې د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان اتباعو د منلو لپاره د بیا مېشتېدنې الوتنې لږ تر لږه د درېیو نورو میاشتو لپاره وځنډولې.

د امریکا د جمهور رئیس دغه اقدام په امریکا کې د کډوالو د منلو د پروګرامونو یو شمېر غوښتونکي اندېښمن کړي دي، په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د امریکا د شل کلن حضور په موده کې د دغه هېواد له ځواکونو سره کار کړی دی.

دغه هېوادوال وايي، چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله اوس د طالبانو له لوري له «غچ اخيستنې، بندي کولو، شکنجې، ګواښونو، زندانونو او مرګ» سره مخ دي.

یو شمېر دغه افغان وګړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درېيمو هېوادونو ته تللي وايي، که د دوی د کډوالۍ دوسیې ونه څېړل شي او په امریکا کې مېشت نه شي، دوی به افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال د طالبانو له خوا له «شکنجې، زندان او بالاخره مرګ» سره مخ شي.