د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرېس استازي ټیم بورچټ د متحده ايالاتو سنا مجلس ته د «ترهگرو لخوا د مالیه ورکونکو د پیسو د نه کارولو لايحې» د وړاندې کولو اعلان وکړ.
ښاغلي بورچټ پر اېکس ليکلي چې دغه لايحه د درېیو سناتورانو له خوا دغه مجلس ته وړاندې شوی او ټاکل شوې چې د تاييد لپاره پرې رایه اچونه وشي.
نوموړي د امریکا په مشرانو جرګه کې له سناتورانو وغوښتل چې دغه لايحه تصویب کړي او د توشيح لپاره دې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته واستوي.
د «تروریستانو لخوا د مالیه ورکونکو پیسو نه کارولو» په نامه لايحه چې امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پیسو او مرستو له لېږلو څخه منع کوي، لومړی د امریکا د استازو جرګې ته د دې لایحې په چوکاټ کې د ټیم بورچټ لخوا وړاندې او تصویب شوه. خو بیا يې د تایید لپاره د سنا د اکثریت مشر چاک شومر لخوا د رایې ورکولو مخه ونېول شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سره سم د یوه اجرایوي فرمان له لارې له افغانستان سره د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې.
د «تروریستانو لخوا د مالیه ورکونکو پیسو نه کارولو قانون» تایید او توشيح لپاره هڅې
د امریکا په کانګرېس کې د ټینسي ایالت استازي ټیم بورچټ تر دې مخکې د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په یوه رسمي لیک کې له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو مرستو په اړه اندېښنه ښودلې وه او طالبانو ته يې د دغه هېواد د مالیاتي سرچینو د انتقال د مخنيوي لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
په دغه لیک کې ښاغلي بورچت هغو راپورونو ته په اشارې سره چې ګواکې د بایډن د ادارې پر مهال غیر دولتي موسسو طالبانو ته پیسې لېږدولې، د دې بهیر د روڼتيا او مخنیوي غوښتنه وکړه.
نوموړي په دغه لیک کې د افغانستان مرکزي بانک ته د نغدو پیسو لېږلو ته هم اشاره کړې او دا یې «په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د پلانولو لپاره د طالبانو د تمویل یوه سرچینه» بللې ده.
ښاغلي بورچت په دغه لیک کې لیکلي: «امریکا باید په بهر کې خپلو دښمنانو ته مالي مرستې ورنکړي. دا مرستې یوازې هغه ډلې پیاوړې کوي چې نړیوال امنیت او زموږ ملي ګټو ته ګواښ پېښوي.»