سره له دې چې د طالبانو لخوا د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه د عبدالکبیر له ټاکل کېدو دوه اونۍ تېرېږي، لا هم د یاد وزارت له ودانۍ د هغه کوم انځور نه دی خپور شوی. دا مهال د هغه ټولې کاري غونډې او انځورونه د سپیدار ماڼۍ له دفتر څخه خپرېږي.
عبدالکبیر، چې پخوا د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال و، دوه اونۍ وړاندې د طالبانو لخوا د کډوالو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو. هغه نهه ورځې ناوخته خپله دنده پیل کړې او اوس د سپیدار ماڼۍ څخه د ياد وزارت چارې پر مخ وړي.
د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي سره د عبدالکبیر لیدنې انځورونه د کډوالو چارو وزارت رسمي دفتر پرځاى د سپیدار ماڼۍ دفتر ښيي.
سپیدار ماڼۍ، چې پخوا د ملي پخلاینې عالي شورا د عبدالله عبدالله رسمي دفتر و، د طالبانو لخوا د رئیس الوزرا د سیاسي دفتر په توګه کارول کېږي.
طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته سپیدار ماڼۍ چې د پخواني حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا د عبدالله عبدالله کاري دفتر و د طالبانو د رئیس الوزرا په سیاسي دفتر بدل کړ.
عبدالکبیر دوه اونۍ وړاندې د طالبانو له خوا د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو، خو په دغه وزارت کې د هغه کوم انځور نه دی خپور شوی.
عبدالکبیر د طالبانو د رئیس الوزرا پخوانی سیاسي مرستیال و، چې د هغه د سرچینو په وینا په سپیدار ماڼۍ کې یې ناسته پاسته درلوده. کله چې هغه د کډوالو وزارت لپاره د خلیل الرحمن حقاني پر ځای وټاکل شو، د سرچینو په وینا، د کندهاري طالبانو او حقاني تر منځ اختلافات راپورته شول.
خلیل الرحمن حقاني د روان کال لیندۍ میاشت کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو چې داعش خراسان یې مسوولیت پر غاړه واخیست. د حقاني د سرچینو له مخې، دوی د کډوالو چارو وزارت خپله برخه وګڼله او په همدې حال کې عبدالکبیر د سیاسي مرستیال پر څوکۍ ساتلو ټینګار درلود.
بالاخره د نهو ورځو په ځنډ سره عبدالکبیر تېره اونۍ د کډوالو چارو وزارت لپاره د طالبانو د سرپرست په توګه دنده پیل کړه، خو د خپرو شویو انځورونو پر بنسټ د هغه کار له سپیدار ماڼۍ څخه کار روان دی، او لا هم د کډوالو چارو وزارت ته نه دی تللی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د امو پوښتنې ته د راپور تر خپرېدو پورې ځواب نه دی ویلی. خو اوس د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال د څوکۍ برخلیک هم ناڅرګند دی.
تر دې مخکې سرچینو ویلي و چې ښايي د طالبانو له مشر سره د خبرو پر مېز د دغې څوکۍ لېرې کول یو انتخاب وي.