افغانستان

طالبانو په خوست کې د یوې ښځې په ګډون لس تنه په درو ووهل

عکس له آرشیف

د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام، په خوست کې ۹ نارینه او یوه ښځه د «زنا، لواطت، له کوره د تېښتې، نامشروع اړیکو او ګواښونو» په تور په درو ووهل شول.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه کسان د دغه ولایت په صبري ولسوالۍ کې له ۳۰ څخه تر ۳۹ تنو درې ووهل او هر یو یې له یوه تر درېیو کلونو پورې په بند محکوم کړل.

طالبان وايي، چې دغه کسان يې د خوست د صبري ولسوالۍ د ابتدايي محکمې او ښاري ابتدايي محکمې له پرېکړې وروسته په درو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو کسانو د فردي مجازاتو پر مهال د طالبانو سيمه ييزو قضايي چارواکو، په خوست کې د هغوى اداري کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو هم حضور درلود.

په تیره میاشت کې په درو وهل شويو کسانو احصایې

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مياشتې له پيل څخه تر اوسه طالبانو د دغو کسانو په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ٢٨ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د يادولو وړ ده، چې تېر زيږديز کال طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ۴۲ ښځو په ګډون ۵۸۰ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي وو.

د طالبانو دغه چلند د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له جدي او توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی. دغه نړیوال سازمانونه غواړي چې د طالبانو له خوا د خلکو د سترګو په وړاندې د خلکو د جسمي مجازاتو بهیر سمدستي ودرول شي.

د بښنې نړیوال سازمان هم تر دې وړاندې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو لپاره د قضايي حقونو د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.