افغانستان

راين کوربټ د خپلې کورنۍ سره یوځای شو

یو امریکايي وګړى راین کوربټ چې پخوا د طالبانو له خوا زنداني و او د طالبانو د یوه غړي د خوشې کېدو په بدل کې خوشې شو، له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

امریکايي رسنیو ویلي، چې نوموړي شاوخوا ۹۰۰ ورځې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې او اوس یې کورنۍ له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د ده په خلاصون کې یې مرسته کړې ده.

راین کوربټ او ویلیم مک کينټي هغه دوه امریکايي وګړي وو چې د طالبانو له خوا بندیان شوي وو چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو له غړي خان محمد سره تبادله شول.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې دا تبادله د قطر د حکومت په منځګړیتوب شوې ده.

په ورته وخت کې، سپينې ماڼۍ پر اېکس د ښاغلي کوربټ او د هغه د کورنۍ عکس خپور کړ او لیکلي یې دي چې «پر هغو ژمنو چې شوې وې، وفا وشوه».

یوې وېبپاڼې چې د ښاغلي کوربټ کورنۍ ته منسوبه ​​ده وویل: «نن ورځ زموږ زړونه د خدای له بې پایه مننې او ستاینې څخه ډک دي چې د راين ژوند یې وژغوره او هغه یې ٨٩٤ ورځې وروسته د ژوند تر ټولو ستونزمنې او ناڅرګندې ورځ کې بېرته راوړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي چارواکو له دې وړاندې هم له طالبانو سره د راین کوربټ، ګلزمن او محمود شاه حبیبي په ګډون د دغه هېواد د د اوو بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرې پیل کړي، پخواني ولسمشر جوبایډن مخکې له دې چې د ښاغلي ټرمپ په راتګ سره سپینې ماڼۍ پرېږدي ژمنه کړې وه چې دوی به خپلو کورونو ته ستانه کړي.

طالبانو تر دې مخکې د محمود شاه حبیبي چې افغان الاصله امریکایی و،دد نېول کېدو خبره رد کړې وه، خو د ښاغلي حبیبي کورنۍ په یوه مخکني ټېلېفوني اړيكه کې آمو ته ویلي و چې طالبانو هغه القاعده شبکې ته سپارلی دی.