په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.
دغه دیپلوماتیک ماموریت د دغه سفر د وخت او موخه په اړه څه نه دي ویلي.
ایران په سیمه کې یو له هغو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان هغه ګاونډی دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دا اړیکې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پراخې شوې دي؛ خو دغه هېواد تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.