افغانستان

د وړکتون د برید مظنون په جرمني کې ونېول شو

رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د آلمان د باواریاى ایالت په آشکافنبورګ ښار کې پر وړکتون باندې د برید ۲۸ کلن افغان مظنون له برید وروسته نېول شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د دغه بریدګر په برید کې د یوه دوه کلن ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او د یوه هلک او یوې دوه کلنې نجلۍ په ګډون څلور کسان چې د مراکش او سوري نژاده دي، ټپیان شوی دی.

د آلمان د باواریا ایالت لومړي وزیر یواخیم هرمان ویلي دي چې مظنوت کس په قصدي ډول د اشکافنبورګ په یوه وړکتون کې د ماشومانو پر یوه ډله د پخلنځي په چاقو برید کړی دی.

ښاغلی هرمان وايي:« د هغه د استوګنې په لومړنیو پلټنو کې د سخت دریځو اسلامپاله تمایلاتو نښې نه ليدل کېږي بلکه، یوازې هغه درمل ښیي چې د هغه د رواني درملنې سره مطابقت لري.»

د راپور له مخې، مظنون کس د آشافینبورګ ښار په انګلیسي ډوله بڼ کې د سکوینټال پارک کې چې د چهارشنبې په ورځ پکې پېښه رامنځته شوې ده نېول شوی.

د باواریا لومړي وزیر ويلي چې مظنون د تاوتریخجن چلند مخينه درلوده او د رواني درملنې لاندې و. د هغه د پناه غوښتنې پروسه بنده شوه او ويلي و په چې په داوطلبانه ډول به د ډسمبر په میاشت کې له جرمني څخه ووځي. خو له جرمني ونه وته او تر درملنې لاندې پاتې شو.

د چاقو دغه برید په آلمان کې د تاوتریخوالي لړۍ ته يوه بله پېښه اضافه کوي چې د فبرورۍ د ٢٣ د پارلماني انتخاباتو څخه مخکې د امنیت او کډوالۍ په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

د جرمني پولیسو ویلي دي چې داسې نښې نشته چې په پېښه کې دې نور مظنون کسان ښکېل وي.