افغانستان

طالبانو له روسیې غوښتي چې دغه هېواد ته د افغان کارګرو په لېږلو کې همکاري وکړي

انځور له آرشيف

د طالبانو تر واک لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له روسیې یې غوښتي چې دغه هېواد ته د افغان کارګرو په لېږلو کې همکاري وکړي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا موضوع د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو د وزیر عبدالمنان عمري او د روسیې د سفیر دیمتري ژیرنوف او د اقتصادي او سوداګرۍ د سلاکار نیکولای سازنوف په ګډون د یوه پلاوي ترمنځ په کتنه کې مطرح شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، عبدالمنان عمري هیله څرګنده کړې چې په روسیه کې به د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب بازار برابر شي.

طالبان وايي، د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې دواړو لورو په سوداګرۍ کې د پام وړ پرمختګ کړی او هېواد یې د سوداګرۍ پراخولو ته ژمن دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دیمیتري ژیرنوف همداراز ویلي، چې هېواد به یې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په کابل کې د روسیې سفارت تر اوسه د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوال وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره د دوی لپاره د کسب او کار زمینه نوره هم محدوده شوې ده.

دغه هېوادوال لوږه او د طالبانو تر واک لاندې په هېواد کې د بې وزلۍ خپرېدل چې د دوی ژوند یې تر فشار لاندې راوستی دی، د نورو جدي ننګونو په توګه یادوي.

یو شمېر دغه هېوادوال زیاتوي، چې په شپه او ورځ کې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د يوه وخت ډوډۍ د برابرولو توان هم نه لري او له بلې خوا د دوی لپاره د کار او روزګار زمینه هم محدوده ده.