له څو ورځو چوپتیا وروسته د طالبانو د اقتصاد وزارت د امریکا د مرستو د بندولو په اړه د ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی به دا مسله د اقتصادي سیاستونو او د کورنیو سرچینو د ودې له لارې اداره کړي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري له آمو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې دوی د ځینو هېوادونو د مرستو له بندېدو اندېښمن نه دي.
له افغانستان سره د احتمالي مرستو د بندولو په اړه د ټرمپ خبرداری په وروستیو ورځو کې د بحث یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده. په دې موده کې طالبانو د ټرمپ د څرګندونو په اړه لږ غبرګون ښودلی و؛ خو د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال له آمو سره په خبرو کې دا مسٸله په ګوته کړه او ډاډ یې ورکړ چې که د امریکا مرستې بندې شي، دوی به د داخلي سرچینو له لارې د اړو خلکو وضعیت اداره کړي.
هغه زیاته کړه: «که ځینې هېوادونه خپلې مرستې بندې کړي، موږ به هڅه وکړو چې د خپلې اقتصادي تګلارې د مدیریت او د کورنیو سرچینو د پیاوړتیا له لارې د افغانستان اقتصادي وده او پرمختګ تأمين کړو.»
کارپوهان په دې باور دي چې امریکا له افغانستان سره ستر مرسته کوونکى هېواد دى او د کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو د فعالیتونو دوام د امریکا په مرستو پورې تړاو لري.
د کارپوهانو په آند، طالبان نه شي کولای په افغانستان کې د بې وزلۍ کړکېچ ته د کورنیو سرچینو له لارې رسېدنه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي په دې اړه وویل:« دا څرګنده ده چې د افغانستان د داخلي اقتصادي ظرفیت په لرلو سره په افغانستان کې د بې وزلۍ د وضعیت اداره او کنټرول ناشونی دی.د نړۍ هغه بشري مرستې چې له افغانستان سره شوې دي متحده ایالات يې یو له مخکښانو څخه، پر افغانستان د پام وړ اغیزې لري.»
مدینه چې له خپلې ناروغ خاوند او درېیو ماشومانو سره د پلازمېنې په یوه کونج کې اوسېږي، له بې شمېره محدودیتونو او ستونزو سره د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سهاره تر شپې د کابل په واټونو کې لاسي صنایع پلوري.
هغه په دې ډول د بې وزلۍ د ژوند په اړه ترخې خبرې يادوي.
مدینې له آمو سره په خبرو کې وویل: «موږ نشو کولای په درې وخته دوه ډوډۍ کې دوه وخته ډوډۍ په سمه توګه وخورو. که سهار ډوډۍ وخورو، غرمه وږي پاتې کېږو. که غرمې ډوډۍ وخورو، شپې وږي پاتې کېږو. سړی او زه کار ته ځو، تر ماښامه کار کوو، کار نشته، پیسې نشته، ساړه ده، ژمی دی او زموږ د کورونو د ګرمولو لپاره لرګي هم نه لرو.»
په داسې حال کې چې په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري، خو د مایکل مک کال د ۱۴۰۲ لمريز کال د تلې د راپور پر بنسټ طالبانو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره جعلي بنسټونه جوړ کړي او خپل کسان یې د ملګرو ملتونو ادارو کې ځاى پرځاى کړي دي.
ټرمپ او د امریکا د کانګرېس ځینو غړو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د امریکا پر مالي مرستو نيوکې کړې دي. له دغو نيوکو وروسته د هېواد د اسعارو په بازارونو کې د ډالرو بیه هم لوړه شوې ده.