افغانستان

د کډوالو نړيوال سازمان: په درېیو میاشتو کې نږدې یو میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

انځور له آرشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان د تېر کال په وروستۍ ربع کې په خپل یوه راپور کې ویلي چې له پاکستان او ایران څخه ۹۸۳زره ۵۵۰ کډوال په «خپله خوښه او جبري ډول» افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان همداراز وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۴۰ زره افغانان له هېواده وتلي دي.

په راپور کې راغلي چې دغه ارقام د افغانستان او ایران تر منځ د لسو تېرېدو له نقطو او همدا راز له پاکستان سره پر پوله (اسلام کلا، د پل ابرېشم، سپین بولدک، تورخم، ابو نصر فراهي، بهرامچه، انګور اډه، غلام خان، نظر پستا او ډنډپټان) څخه راټول شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په ایران کې ۳.۷۵ میلیونه او په پاکستان کې ۲.۰۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

خو ایراني او پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې په دغو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر له دې زیات دی.

د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له افغانستانه وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه وړې ده.

د طالبانو لخوا د هېواد د اتباعو په حقونو او آزادیو باندې لګول شوي محدودیتونه او بنديزونه چې؛ په تېره بیا د نجونو او ښځو د زده کړو پر حق بنديزونه، د فقر پراخېدل، لوږه او بېکاري، ګواښونه او د طالبانو تر واک لاندې د هېوادوالو د خوندیتوب نشتوالی د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه دي.

له بلې خوا، د طالبانو له راتګ سره ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ پیل کړې او په دې وروستیو کې یې زور اخیستی دی.

د دواړو هېوادونو پولیس له میاشتو راهیسې افغان کډوال راټولوي، بندیان کوي ​​او په جبري توګه يې وباسي.

په همدې حال کې په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال هم د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له خوا له «غیر انساني او ناسم چلند، وهلو، شکنجه او سپکاوي» څخه شکایت کوي.