د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتنبایوا د طالبانو له ټاکل شوي وزیر امیرخان متقي سره د «بشري او پرمختیايي مرستو» په اړه خبرې وکړې.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي په دې غونډه کې ادعا کړې چې د دوى تر واک لاندې افغانستان «اقتصادي ثبات ترلاسه کړی او د ودې په حال کې دی».
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اونیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت د پام وړ راټیټ شوی او د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته د خلکو د پېرنې ځواک ډېر کم شوی او دې مسلې په افغانستان کې د بې وزلۍ، لوږې او اقتصادي بحران لمن پراخه کړې ده.
طالبان وايي چې د یوناما مشرې په دې غونډه کې ويلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې له هېواد سره د بشري مرستو په پرتله پراختیايي مرستې د لومړي ځل لپاره زیاتې شوي او د افغانستان پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.
طالبانو زیاته کړې، چې مېرمن اتونبایوا ژمنه کړې، چې د ملګرو ملتونو په غونډو کې به خپلې لاسته راوړنې وړاندې کړي.
یوناما تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.
خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل مخکني راپور کې اټکل کړی و، چې په روان ژمي کې په هېواد کې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له بحران او بېړني حالت سره مخ دي.
له بلې خوا دغه سازمان همداراز ویلي چې سخت مالي بحران دغه سازمان اړ کړی چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه کم کړي.