د فاریاب ولایت سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ولایت له مرکزي زندانه ۲۶ تنه خوشي کړي دي.
په همدې حال کې د طالبانو سيمه ييزو مسوولينو هم دغه خبر تاييد کړى او ويلي يې دي، چې دا کار يې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ کړى او په خوشې شويو کسانو کې درې ښځې هم شاملې دي.
له بلې خوا طالبان وايي چې د دوی تر ادارې لاندې سترې محکمې د پرېکړې پر بنسټ د ۲۰ تنو د بند موده کمه شوې ده.
طالبانو د دغو کسانو د بندي کېدو د لامل، تورونو او جرمونو په اړه څه نه دي ويلي. طالبانو پر هېواد باندې د خپلې درې کلنې واکمنۍ په موده کې په ټول هېواد کې زرګونه کسان په بېلابېلو تورونو نېولي او زنداني کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې موده کې طالبانو د بشري حقونو یو شمېر فعالان، د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې د دوى حکومت د ګټو پر ضد یې غږ پورته کړی او یا یې اعتراضونه کړي، بندیان کړي دي.
د ښځو په ګډون یو شمېر هغه کسان چې څه موده یې د طالبانو په زندانونو کې تېره کړې ده، وايي چې په دغو زندانونو کې د طالبانو له خوا له هر ډول «تاوتریخوالی، شکنجې، بد چلند او سپکاوي» سره مخ شوي دي.