په فاریاب ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د یوه ځوان مړی یې له یوې اونۍ وروسته په دغه ولایت کې په یوه ویجاړ شوي څاه کې راوايستل شو.
طالبانو ویلي، چې دغه جسد د دوشنبه( سلواغه، لومړۍ نېټه) مازديګر مهال د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې له څاه څخه را ایستل شوی دی.
په فاریاب ولایت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس د نقیب الله نومېده او د یاد ولایت د المار ولسوالۍ اوسېدونکی و او د هغه جسد د دغه ولسوالۍ د مجبور هوټل ښوونځي په څاه کې موندل شوى دى.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه سړى د اندخوى ولسوالۍ د دوو اوسېدونکو له خوا په چړو وهل شوى او بيا په يوه څاه کې اچول شوى دى.
آمو د وژل شوي شخص د بوږنونکو انځورنو له خپرولو ډډه کوي.
تر اوسه د نوموړي د وژنې انګېزه نه ده معلومه او طالبان وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وژل شوی کس د موټر پلورونکی و او د هغه د وژنې په تړاو دوه کسان نېول شوي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په غوره کلي کې د سیف الله په نوم يو کس چې د حاجي محمدالله زوى و د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.