افغانستان

ډنمارک له افغانستان سره د ۲.۸ میلیونه ډالرو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، ډنمارک له افغانستان سره ۲.۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.

ياد بنسټ وايي، نړيوال مالي ملاتړ بحرانونو ته د چټک ځواب ويلو لپاره په افغانستان کې د مرستندويه ادارو توان پياوړى کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي، «اټکل شوی چې په روان ژمي کې په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ دي. دې بنسټ لا دمخه په لرې پرتو سیمو کې هغو ټولنو ته د خوراکي توکو وېش پیل کړی چې د واورو او یخنۍ له امله ورسره اړيکې پرې شوي او له هغوی سره مرسته کوي.»

په همدې حال کې دغه سازمان ویلي چې د سخت مالي بحران له امله اړ شوي دي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه کم کړي.

د دغه سازمان په وینا، درې پر څلورمه برخه افغانان نه شي کولای داسې غذايي رژیم برابر کړي چې د دوی اړتیاوې پوره کړي او له خوارځواکۍ څخه ځان وساتي.