د متحده ایالاتو استازو جرګې د دوشنبه د سلواغه په لومړۍ نېټه جمهوري غوښتونکى سناتور مارکو رابیو د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توګه په متفقه توګه تایید کړ.
ښاغلی رابیو د «ترهګریز سازمان» په توګه د طالبانو د پېژندلو له ملاتړو څخه دی.
مارکو روبیو د ډونلډ ټرمپ د ادارې د کابینې لومړنی نوماند دی چې د ولسمشر د لوړې له مراسمو څو ساعته وروسته د سنا له خوا تایید شو.
د رویټرز په وینا، ښاغلی روبیو ۵٣ کلن دی او د يو کیوبايي کډوال زوی دی، د چین سخت منتقد او د اسراٸيلو مدافع دی. هغه دمخه د کمونیسټانو تر واک لاندې ټاپو او د دوی د متحدینو په ځانګړي توګه د وینزویلا د ولسمشر نیکلاس مادورو د حکومت پروړاندې د سختو اقداماتو غوښتنه کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر د خپل تایید د اوریدلو په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې امریکا باید په چین باندې د ډېر تکیه کولو د مخنیوي لپاره لاره بدله کړي او ژمنه یې وکړه چې قوي بهرنۍ پالیسۍ چې تمرکز يې د متحده ایالاتو پر ګټو وي پرمخ وړي.
د طالبانو په وړاندې د ښاغلي روبیو دريځ
مارک روبیو همدارنګه د طالبانو یو له مخالفو څېرو څخه دی، چې تر دې مخکې یې د امریکا له حکومت څخه د یوه «ترهګریز سازمان» په توګه د طالبانو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د تېر کال په مارچ میاشت کې د امریکا سنا ته یوه لایحه وړاندې کړه چې پر بنسټ یې د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د امریکا مرستې د «ترهګرو ډلو» د لاسرسي له امله بندېدلې.
په هغه وخت کې مارکو رابیو همدارنګه د بایډن د ادارې د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو رژيم د یوه داسې دولت په توګه معرفي کړي چې د تروریزم ملاتړ کوي او طالبان د یوه تروریستي سازمان په توګه وپېژني کړي.
دغه پخواني جمهوري غوښتونکي سناتور پارلمان ته د خپلې طرحې د وړاندې کولو پر مهال وویل: «د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د امریکا او په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې زموږ د متحدینو او شریکانو ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی. له افغانستان څخه د بایډن د ادارې ناکامه پوځي شاتګ دغه هېواد د امریکا ضد ترهګرو په یوه خوندي پټنځای بدل کړی دی. د ترهګريز سازمان په توګه د طالبانو پېژندل بل منطقي ګام دی.»