افغانستان

د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ لويې لار انځور

د سالنګ لویه لار نن سهار شاوخوا اته بجې په وقفه بندښت سره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانستل شوه.

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، چې اوس په سالنګ کې واوره اورېدل بند شوي خو د دې لارې هوا ورېځي ده.

د هغه په ​​وينا، اوس هغو مسافر وړونکو موټرو ته چې په شمالي او جنوبي سالنګ کې انتظار باسي د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

خو دغه لاره اوس هم د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ښاغلي حق شناس له خوا پر اېکس خپره شوې، راغلي دي: «که د ورځې په اوږدو کې واوره او توپان ودرېږي، دغه لویه لاره به په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي او که بیا واوره او توپان پیل شي د (هېوادوالو) د خوندیتوب او مصٶنيت لپاره به دغه لاره بېرته د ترافیکو پرمخ وتړل شي.»

طالبان وايي، د دوی تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت ولایتي رياستونه چمتو دي چې د هېواد لویې لارې پاکې او د ترافیکو پر مخ خلاصې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لویه لار له تېرو درېیو ورځو او شپې راهیسې څو ځلې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

طالبانو د دغې لارې د تړلو اصلي لاملونه سخته واوره، توپان او د لید د ساحې کموالی بللی دی.