افغانستان

د سي آی ای پخوانی شنونکی: د افغانستان او عراق جګړې امریکا ته امنیت نه دی راوستی

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي آی اې پخوانی شنونکى ډیوېډ مک کلاسکي وايي چې په افغانستان او عراق کې جګړې امریکا ته امنیت نه دی راوستی.

ښاغلی مک کلاسکي چې په ۲۰۱۴ کال کې له سي آی اې څخه وتلی او اوس د ډېر پلورل شويو ناولونو لیکونکی دی وايي امریکا په سیمه کې د وضعيت په ماتولو کې ښه ده؛ خو په جوړولو کې يې ښه ده.

هغه ټېلېګراف ورځپاڼې ته وویل: «زه په یقین سره فکر نه کوم چې موږ د عراق او افغانستان جګړې د محاکمې او سیاسي پایلو یا نشتوالي په اړه ډیر خوندي یو.»

ښاغلي کلاسکي د سوریې په اړه د خپل محتاطانه خوشبینۍ برعکس په تېرو څو لسیزو کې په منځني ختیځ کې د امریکا او د هغې د متحدینو پر چلند هم سختې نیوکې کړې دي. هغه وايي: «موږ په دې سیمه کې د شیانو په ماتولو کې ډیر ښه یو؛ خو په جوړولو کې يې ډېر ښه نه یو.»

هغه زیاتوي: «زه یقینا فکر نه کوم چې موږ په عراق او افغانستان کې د جګړې په لاره اچولو او سیاسي پایلو – یا د هغې نشتوالي – چې موږ ترلاسه کړي دي نور خوندي واوسو.»

ښاغلي مک کلاسکي په عین حال کې وايي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره په رښتیا هم د امریکا د ملي امنیت لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امریکا د مخالفانو په وړاندې د عمومي استخباراتي د ګټو له پلوه مهمه ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې یو له هغو کارونو څخه چې ټرمپ يې ترسره کولو ژمنه کړې وه، دادي چې د امریکا د پخواني ولسمشر جان ایف کنیډي د زوی رابرټ اېف کینیډي په ټینګار په ۱۹۶۳ کال کې د هغه د وژنې په اړه د سي آی اې پټه دوسیه خلاصوي.

د يادولو وړ ده، چې په افغانستان کې له شل کلنې جګړې وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو پر وتلو او د امریکايي ځواکونو پر وتلو تل نيوکې شوي دي.

منتقدین وايي، په افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو ډلو پر ضد له شل کلنې جګړې سره سره، امریکا دغه هېواد د دوی په لاسونو کې پرېښود او اوس د بشري حقونو او سیاست په بد وضعیت کې قرار لري.

د طالبانو د واکمنۍ په راتګ سره د هېواد د اتباعو حقونه او آزادي په پراخه کچه تر پښو لاندې شوې او طالبانو آن ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکوي چې تر شپږم ټولګي پورته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د هېواد په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.