یوې باوري سرچینې آمو ته ویلي چې طالبانو په کندز ولایت کې څلور سیمه ییز موسیقي غږوونکي په یو کال او درې میاشتې بند محکوم کړي دي.
دغې سرچينې په يوه ټېلېفوني اړيکه کې ويلي، چې د طالبانو استخباراتو دغه سيمه ييز سندرغاړي د مرغومي په ٢١مه، ماسپښين شاوخوا يوولس بجې د کندوز ولايت د علي آباد ولسوالۍ د خيلى ګداى له کلي څخه نېولي دي.
د يادې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو دغه څلور سيمه ييزې سندرغاړې د خيلي ګدا په کلي کې په يوه مېلمستون کې د شپې تېرولو او د دمبورې غږولو په تور نېولي او هر يو يې په يو کال او درې مياشتې بند محکوم کړي دي.
دغه سرچينه زياتوي، چې د دغو ځوانانو نومونه اميرشاه، الماس، فريدون او شمس الله دي او د دې ولسوالۍ د خيلي ګدا او قاسم علي د کليو اوسېدونکي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ملکي وګړو او پخوانیو پوځیانو په نېولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
طالبان هره ورځ په لسګونو کسان په مختلفو تورونو نېسي او زنداني کوي. د بشري حقونو د سازمانونو له خوا دغه نېول «خپلسري» بلل شوي او یو شمېر هېوادوال وايي چې له«عادلانه محاکمې» پرته محکومېدل د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي او په ټولنه کې یې د «وحشت او ځپنې» فضا خپره کړې ده.