افغانستان

د رینا امیري ماموریت پای ته ورسېد

په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري، چې ماموریت یې نن (دوشنبه، د سلواغې لومړۍ نېټه) پای ته رسېږي، له طالبانو غوښتي چې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تامین کړي.

هغې پر اېکس ټولنيزه شبکه په خپل «الوداع لیک» کې لیکلي:« حساب ورکولو ته د طالبانو اړ اېستلو او د زړورو افغان مېرمنو مشرانو او د بشري حقونو د مدافعینو هڅو څخه د کار اخیستو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده. ټر ټولو مهمه، موږ باید خپل کار ته دوام ورکړو چې طالبان قانع کړو چې هغه ویجاړونکي حکمونه بیرته واخلي چې ښځې او نجونې یې د دوی ادارې، خوځښت، تعلیم، معیشت، غږ او ژوند ژغورونکو طبي اسانتیاوو ته لاسرسی منع کوي، لغوه کړي.»

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ډونلډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکا نوې اداره به د هغې پر ځای څوک وټاکي او یا به د افغانستان د بشري او ښځو د حقونو لپاره د ځانګړي استازي په توګه پاتې شي.

مېرمن امیري وايي، طالبانو د «وېرې او وحشت»فرهنګ رامنځته کړی او افغانستان یې د انحصار او بې وزلۍ په دوره کې ایسار کړی دی. له طالبانو باید وغوښتل شي چې د قومي او مذهبي لږ کيو حقونو ته درناوی وکړي.

د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي، چې ټول افغان وګړي د خپلو خوبونو د پوره کولو لپاره د فرصت مستحق دي.

هغې په ​​دې ليکنه کې زیاته کړې چې، هغه باور لري چې یوه ورځ به راشي چې افغانستان به د ټولګډونه ټولنې پر لور حرکت وکړي او زامن او لوڼې به يې وکولای شي چې په ښه راتلونکي کې ونډه واخلي.

رینا امیري وايي، نړۍ باید د افغانستان د زړورو نارینه او ښځو تر څنګ ودرېږي. دا د سیمې او نړۍ لپاره یوه اخلاقي او ستراتیژیکه اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا د ځانګړې استازې په توګه د مېرمن امیري ماموریت له سختو نیوکو سره مخ دی.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین وايي، هغه نه یوازې دا چې د خپل ماموریت پر مهال یې «په دې برخه کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده» بلکې د مېرمن امیري د ماموریت پر مهال د طالبانو له خوا د هېواد د اتباعو په تېره بیا د ښځو پر حقونو او ازادۍ محدودیتونه او بنديزونه زیات شوي دي.