د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د امریکا لپاره ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې امریکايي ځواکونه به کندهارته ولاړ نه شي او په افغانستان کې به جګړه ونه کړي؛ خو نشي کولای د متحده ایالاتو پر وړاندې د بریدونو انتظار وکړي.
مایک والټز په خپله وینا کې ويلي چې د ټرمپ اداره به د ترهګريزو ګواښونو په اړه د معلوماتو راټولولو ته ځانګړې پام وکړي او د استخباراتي او ترهګرۍ ضد ادارو فعالیتونه به پیاوړي کړي.
هغه زیاته کړه، «متحده ایالات نه غواړي چې یو ځل بیا کندهار ته ننوځي او جګړه وکړي، خو د دې هېواد پر ضد د برید انتظار نه شي کولی. د ټرمپ اداره به د استخباراتو ټولنې ته ډېر پام وکړي او خپل ظرفیتونه به پیاوړي کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د نړۍ له دې برخه حیران نه نشي.»
هغه همداراز خبردارى ورکړ چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې بیا پیاوړې شوې او ښايي د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د تکرار هڅه وکړي.
د امنیتي چارو کارپوه بسم الله تابان وايي، «د امریکا د نوې ادارې سیاسي او امنیتي کړنلاره به د پخوا په پرتله جدي وي؛ ځکه چې د افغانستان په خاوره کې تروریستي ګواښونه موجود دي. داسې ښکاري چې متحده ایالات به دغو ګواښونو ته په عملي توګه ځواب ووايي.»
ډونلډ ټرمپ په کراتو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې او دا یې د امریکا په تاریخ کې یوه توره ورځ بللې ده.
د پوهنتون استاد فیض ځلاند په دې باور دی چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې تګلاره به د دوحې د هوکړې پر بنسټ وي.
هغه آمو ته وویل، «ټرمپ به احتمالاً په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو، د بشري حقونو په درناوي او د دې ډاډ تر لاسه کولو ته پام وکړي چې د افغانستان خاوره د متحده ایالاتو د ګواښلو لپاره نه کارول کېږي.»
د هیواد خلک تمه لري چې د امریکا نوې اداره به له طالبانو سره پر خپلو تعاملاتو بیا کتنه وکړي.
د کابل یوه اوسېدونکي آمو ته وویل، «د امریکا له نوي ولسمشر څخه زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان په رسميت ونه پېژني او له هغوی سره مالي مرستې بندې کړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکي وايي، «امریکا د افغانستان د اوسني وضعیت مسووله ده. نوی ولسمشر باید د افغانانو غوښتنو ته پام وکړي او طالبانو ته ځانګړې شوې نغدي مرستې دې بندې کړي، ځکه چې د افغانانو لاس ته نه ورځي.»
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په بېړه وتل د جمهوریت د سقوط او واک ته د طالبانو د راتګ لامل شوی دی. دا بدلون، په ځانګړې توګه د افغان ښځو لپاره، د سختو محدودیتونو او افراطیت دورې ته د ننوتلو معنی لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې ده ډونلډ ټرمپ سبا د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.