افغانستان

عبدالکبیر وايي چې د طالبانو د مشر امرونه یې منلي دي

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نوي وزیر عبدالکبیر له شاوخوا لسو ورځو چوپتیا وروسته تایید کړه چې د سیاسي مرستیالۍ څخه د خپل موقف د بدلولو او د کډوالو چارو وزارت د سرپرستۍ د منلو په اړه یې د طالبانو د مشر امرونه منلي دي.

دغه څرګندونې د هغه په ​​لومړۍ کاري ورځ شوې دي. په داسې حال کې چې سرچینو آمو ته خبر ورکړی و، چې د دغو بدلونونو په لړ کې د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ اختلافات اته ورځې دوام لري.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له خوا د خپرو شویو عکسونو له مخې، عبدالکبیر په دغه وزارت کې خپل فعالیتونه د سپیدار ماڼۍ څخه تعقیبوي، چې د طالبانو د لومړي وزیر د سیاسي مرستیال په توګه د هغه پخوانی کاري ځای و. د ده وینا هم له همدې ځایه خپره شوې ده.

د آمو پلټنې ښيي چې د عبدالکبیر د غونډو او ویناوو نوي انځورونه له پخوانیو انځورونو سره سمون لري او ښيي چې نوموړی اوس هم له سپیدار ماڼۍ څخه خپل کار مخته وړي. عبدالکبير په خپلو خبرو کې تاييد کړه چې لس ورځې ناوخته يې دجمهور رٸيس دسياسي مرستيال دنده پرېښې او کډوالو چارو په وزارت کې يې نوى مسٶوليت منلى دى.

هغه وويل:« په دواړو برخو کې مې د خپل کار اطاعت کړى. د سیاسي معاوينت په بدلولو او د کډوالو چارو د وزارت د مشرتوب په منلو کې هم خپل مسوولیت ادا کوم»

د کډوالو چارو وزارت له تېرو درېيو کالونو راهیسې د سراج الدین حقاني د تره خلیل الرحمن حقاني تر ادارې لاندې و. خو خلیل حقاني د روان کال د ليندۍ په میاشت کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې پړه یې داعش خراسان ډلې منلې وه.

سرچینه زیاتوي، چې تر دې پېښې وروسته حقاني شبکې د کډوالو چارو وزارت د طالبانو په جوړښت کې د خپلې ونډې یوه برخه ګڼله، په داسې حال کې چې عبدالکبیر غوښتل د سیاسي مرستیال په توګه پاتې شي. دغه اختلافات د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ د تاوتريخوالي لامل شو چې اته ورځې يې دوام وکړ.

څېړونکى ضیا بدخش د دغو بدلونونو په اړه وايي: «حقاني شبکې غوښتل چې د خلیل الرحمن حقاني د کورنۍ یو غړی په ځانګړې توګه د هغه زوی چې په دې وروستیو کې یې په قومي مسایلو کې د خپل پلار ځای ناستی دی، دغه مقام خپل کړي. خو د حقاني شبکې د نفوذ د کمولو او د سراج الدین حقاني د کمزوري کولو لپاره د طالبانو مشر د دې مقام لپاره له حقاني کورنۍ او لویې پکتیا څخه بهر یو څوک وټاکه.»

د طالبانو د لومړي وزير سياسي معاونيت په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو د سيمه ييزو او دولتي چارواکو په بدلونونو کې مهم رول لوبولى دى. خو له دې وروستیو بدلونونو وروسته د دغه معاونيت برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

سرچینو آمو ته ویلي چې دوه غوراوي پر مېز دي: د طالبانو د رٸيس الوزرا سیاسي معاونيت په بشپړه توګه لیرې کول، یا د دې دندې لپاره د نوي کس ټاکل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره تعامل وکړي او مخالفت يې ونه شي.