افغانستان

طالبانو له ایرانه د افغان بندیانو د نوملړ د شریکولو غوښتنه وکړه

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې د مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ د طالبانو قضايي پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د عدلیې له مرستیال کاظم غریب آبادي سره وکتل.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې په دې کتنه کې مالک حقاني له ایراني چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره د افغان بندیانو په ځانګړې توګه د هغو بندیانو نوملړ شریک کړي چې په اعدام محکوم شوي دي.

هغه وويل: « اعدام يوه تعزيري سزا ده او اسلام د تعزي مجازاتو په برخه کې څارنوالانو ته واک ورکړى دى، له همدې امله له ايراني چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د اسلامي ورورولۍ له مخې په اعدام محکوم شويو افغانانو سره له نرمۍ کار واخلي. او د حسن تعامل پر بنسټ د اعدام پرځای دوی لپاره بدیل لاره ومومي.»

نوموړي له ایراني چارواکو همداراز غوښتنه کړې، چې افغان کډوالو ته د شریعت له مخې د زده کړو او کار کولو حق ورکړي.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې دواړو لورو په عدلي او قضايي برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې د افغان بندیانو د اعدام پر بدیلو لارو چارو او په دغه هېواد کې د افغان کډوالړ د حقونو په اړه هم خبرې وشوې.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې کاظم غریب آبادي ویلي چې ډېر ژر به يو زرو ۵۰۰ افغان بندیان خپل هېواد ته ولېږدول شي.

د هغه په وينا له افغانانو سره به د ښه چلند لپاره هڅه وکړي.

ایراني چارواکو تر اوسه د دې ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغانانو د اعدامونو شمېر ډېر شوی دی.

خو د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري په مياشت کې د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته ایران ته د دغه هېواد د اتباعو کډوالي زیاته شوې ده. له بلې خوا له ایران څخه د کډوالړ د شړلو بهیر هم مخ په چټکېدو دی.