د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو نن د ۲۰۲۵ کال د بهرنۍ سوداګرۍ په اړه په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان او سوریې وضعیت پېچلی دی؛ خو د ده په وینا دواړه هېوادونه غواړي له بېلاروس سره همکاري وکړي.
هغه په دغه ناسته کې وویل: سوریې له مونږه وغوښتل چې د ګډو همکاریو د پلانونو په هکله د خبرو اترو لپاره خپل استازی واستوو. همدارنګه افغانستان هم زموږ له محصولاتو سره خپله لېوالتيا ښودلې ده.»
ښاغلي لوکاشنکو وویل چې د دواړو هېوادونو د وضعیت پېچلتیا د همکارۍ د پراختیا لپاره ننګونې رامنځته کړې. په همدې حال کې، هغه د بهرنۍ سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د بېلاروس پر چلند ټینګار وکړ.
هغه وويل: «اوس مهال زموږ بهرنۍ سوداګري پر ختيځ لوري متمرکزه ده؛ خو له لوېديځو هېوادونو سره مو اقتصادي تعامل په بشپړه توګه نه دى پرې کړى.د دواړو خواوو د ګټو په برخو کې همکاري دوام لري، که څه هم د دغو تعاملاتو حجم او مالي ارزښت بدل شوی دی.»
د بېلاروس ولسمشر د ختيځ بازارونو اهميت ته په اشارې، د روسيې او چين په څېر هېوادونه د عمده سوداګريزو شريکانو په توګه ياد کړل او زياته يې کړه، د پاکستان، اندونيزيا او شمالي کوريا په ګډون پنځو نورو اسيايي هېوادونو بېلاروس ته بلنه ورکړې چې د دوه اړخېزو همکاریو د پراختيا په اړه په لوړه کچه خبرې اترې وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې بېلاروس هڅه کوي د جیو پولیټیکل بدلونونو په منځ کې خپل بهرنۍ سوداګرۍ پراخه کړي. لوکاشنکو ټینګار وکړ چې له هغو هېوادونو سره همکاري چې له بېلاروس سره اقتصادي تعامل وکړي په راتلونکو کلونو کې به د دغه هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.