د امريكا د نړیوالې پراختیا ادارې افغانستان څانګه وايي، جبري کار او پر ماشومانو کار کول د دوی له بشري حقونو او انساني کرامت څخه ښکاره سرغړونه ده.
دغه بنسټ په اېکس لیکلي، چې د زیانمنونکو خلکو ساتنه او د ټولو لپاره د اږآزادۍ تضمينول د بشري حقونو له بنسټيزو غوښتنو څخه دي.
دغه څانګې زیاته کړې: «موږ کولای شو د پوهاوي په لوړولو او د ټولنو ځواکمنولو سره دا بې عدالتۍ پای ته ورسوو. يو بل سره په همکارۍ کولای شو یو مثبت بدلون رامنځته کړو.»
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ډسمبر په میاشت کې په خپل راپور کې اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز سربېره، دغه سازمان له افغان ښځو، ماشومانو او نارینه وو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.
دغه سازمان د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې هم د خوراکي توکو د مرستو په وېش کې ګډوډۍ ته هم اشاره کړې ده. دا ګډوډي تیره میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو له امله رامنځ ته شوې ده.
د نړیوال څو اړخېزې بې وزلۍ د شاخص د راپور پربنسټ، په افغانستان کې ۷۰ سلنه له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.