افغانستان

د طالبانو قضایي پلاوی د اعدام د بدیلو لارو لټولو لپاره ایران ته ولاړ

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د دوی یوه جګپوړي قضایي پلاوي نن (جمعه، د مرغومي ۲۸مه) ایران ته ولاړ.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سفر موخه د قضایي همکاریو پیاوړتیا، د افغان بنديانو حقونو تأمین، او په ایران کې د افغان اتباعو لپاره د اعدام د بدیلو لارو لټول دي.

د طالبانو په وینا، دا پلاوی به د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د ایران د عدلیې له وزیر، د بندیانو د استرداد کمېټې له مشر، او نورو ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د دې پلاوي مشري د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني تر غاړې ده.

په ايران کې د افغان اتباعو اعدام

د ایران د بشري حقونو د سازمان د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې د افغان اتباعو د اعدام ګراف د تېر کال په پرتله درې برابره لوړ شوی دی.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، د ډېرو افغان اتباعو د اعدام حکم د نشه يي توکو د جرم له امله صادر شوی او په قزل حصار مرکزي زندان کې عملي شوی دی.

د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، په ایران کې د افغان اتباعو د اعدام شمېر له يوه کال څخه بل کال ته زیات شوی دی. د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، په روان زيږديز کال کې ۷۲ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.