نړیوال بانک وايي، سره له دې چې د هند په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د لوږې نسبي کموالی راغلی، خو په افغانستان او پاکستان کې د خوړو ناخوندیتوب د یوې لسیزې پخوا په پرتله ډېر شوی دی.
دغه بانک د نړیوال اقتصادي لید په راپور کې ویلي چې د کافي ارقامو د نشتوالي له امله د افغانستان د اقتصادي ودې وړاندوینه نه ده شوې.
په همدې حال کې، د دې بانک په وینا، تمه کېږي چې د افغانستان اقتصاد محدوده وده د انفلاسیون د نسبي کمښت په برخه کې یو څه ملاتړ کیږي.
د دغه بانک راپور په هېواد کې د بې وزلۍ د زیاتېدو خبرداری هم ورکړی دى.
په راپور کې ویل شوي: «په همدې حال کې، احتمال شته چې بیکاري لوړه پاتې شي، د خوړو ناخونديتوب په پراخه کچه وړاندوينه کېږي، او د سړي سر عاید به ثلبت پاتې شي، چې د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل کیږي.»
د راپور پر بنسټ، د افغانستان په ګډون په کم عاید لرونکو هېوادونو کې د تاوتریخوالي له امله اقتصادي زیانونه ډېر دي.