نړۍ

۶.۵ ملیونه خلک د لاس انجلس د اور له «جدي ګواښ» سره مخ دي

 د امریکا د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار چارواکو د اور او باد سره هم مهاله د دغه ښار له اوسېدونکو غوښتي چې «چمتو او وېښ» اوسي څو د باد او اور له زياتېدو سره سم خپل کورونه پرېږدي.

د رویټرز راپور له مخې، چارواکو ویلي چې ۶.۵ميليونه خلک د اور له «جدي ګواښ» سره مخ دي او دا قوي او وچ بادونه به د پنجشنبې تر ورځې د مرغومي تر ماسپښینه پورې دوام ولري.

د يادونې وړ ده، چې د لاس انجلس ښار په پاليساډز او ايټون کې له اتو ورځو راهيسې اورلګېدنه روانه ده، چې له امله يې تر اوسه ٢۵ کسان مړه شوي دي.

د لاس انجلس د اور وژنې مشر لینډسي هوروات په یوه خبري کنفرانس کې اوسېدونکو ته ویلي:«موږ غواړو نن ورځ خطرناک حالت تکرار کړو. همدا اوس چمتو اوسئ او وتلو ته چمتو اوسئ.»

د راپورونو له مخې دغو اورونو له ۱۲زرو څخه زیات کورونه او ودانۍ نړولې او یا یې ویجاړې کړي او شاوخوا ۲۰۰ زره کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د لاس انجلس ښاروال رابرټ لونا ويلي: «شاوخوا ٨٢زره او ۴٠٠ خلک د وتلو تر امرونو لاندې وو او ٩٠زره او ۴٠٠ نور تر چهارشنبې د وتلو خبرداري سره مخ وو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د لاس انجلس نږدې ټول پالیساډز، ایټون ځايونه هواره شوي دي، اېرې، کنډوالې او لوګی په هر ځای کې ليدل کېږي. ډیری کورونه چې یوازې یو دود کش لري پاتې دي.