د بهرنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي نن په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د لسیزو جګړو پر مهال د بمونو او کیمیاوي وسلو کارولو د هېواد چاپېریال ته جدي زیان اړولی دی.
نوموړي په دې غونډه کې «د اقلیم د بدلون په اړه د ۲۹مې نړیوالې غونډې د پایلو بیاکتنې» ته په اشارې وویل چې د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه د شوروي د اشغال په جګړو کې له منځه تللي دي.
ستانکزي ټینګار کړی، چې د امریکا له خوا د «بمونو مور» او د کیمیاوي وسلو کارولو د افغانستان پر اقلیم ناوړه اغېز کړی او د ده په وینا دغه چاپېریالي بحران طالبانو ته په میراث پاتې شوی دی. هغه د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د هېواد د اوبو د سرچینو پر ښه مدیریت هم ټینګار وکړ.
هغه وويل:«په تېره يوه نيمه پېړۍ کې چې په نړۍ تېر شو افغانستان له هر اړخه، په تېره بيا د چاپېريال له پلوه ډېر زيانمن شوى دى. د شوروي د اشغال پر مهال افغانستان خپل ۸۰ سلنه ځنګلونه له لاسه ورکړل او هغو اور غورځونکي بمونه چې شورويانو په افغانستان کې وکارول، زموږ ډېر ځنګلونه یې له منځه یوړل. له بده مرغه، موږ لاهم د هغو وسلو اغېزې ګورو چې دوی کارولي وو. په ډېرو برخو کې لا هم دغه ماینونه شته چې خلکو ته زیان رسوي.»
هغه زیاته کړه: «له دې وروسته د ناټو او امریکا راتګ زموږ هېواد یو ځل بیا له دې ستونزې سره مخ کړ. تاسو وليدل چې ناټو او امريکا خپلې وسلې چې په ځاى کې نه وې کارولې، په افغانستان کې يې استعمال کړې او د خلکو روغتيا، اقتصاد او ژوند يې تباه کړ. د بمونو مور چې امریکا پرې ویاړي، په دغو خلکو وکارول شوه. د دې بم اغېز اوس هم په سیمه کې محسوسېږي.»
د هغه په وينا، دغو بمونو د افغانستان کرنه، چاپېريال، کانونه او اوبه سخت زيانمنې کړې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په تېرو دوو لسيزو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سلګونو ځانمرګو بريدونو او چاودنو مسووليت پر غاړه اخيستى، چې په ترڅ کې يې زرګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.
په دې غونډه کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ويلي چې نړیوالو بندیزونو او محدوديتونو د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د افغانستان هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.
هغه وویل، له دې بندیزونو سره سره طالبان نه شي کولای د چاپېریال په برخه کې له نړیوالو سازمانونو او بنسټونو سره همکاري وکړي او له سیاسته یې د چاپېریال او اقتصادي مسایلو د جلا کولو غوښتنه وکړه. نظري دغه همکاري د نړۍ د هېوادونو «مسؤوليت» وباله.
د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کلنۍ غونډه د روان کال د ليندۍ په درېیمه نېټه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پای ته ورسېده. طالبانو د چهار شنبې په ورځ د باکو د ناستې پر پایلو بحث وکړ.
د لومړي ځل لپاره طالبان دا ډول یوې نړیوالې غونډې ته بلنه وربلل شوي وو، چې د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر مطیع الحق خالص په مشرۍ یوه پلاوي په دې غونډه کې ګډون کړی و.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمنونکي دي. که څه هم دا هېواد د نړۍ د شنو خونو ګازونو یوازې صفرسلنه تولیدوي، خو د اقلیم د بدلون ترټولو منفي اغېزې تجربه کوي.
د باکو په غونډه کې د شوې هوکړې له مخې د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شویو بې وزلو هېوادونو سره د مرستې لپاره ۳۰۰ میلیارده ډالره ځانګړي شول. په همدې حال کې، په ٢٠٢١ کې واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې، افغانستان دغو سرچینو ته د لاسرسي څخه بې برخې شوی دی.