افغانستان

طالبان: په یوه کال کې په هېواد کې څلور زره ترافیکي پېښې شوې دي

انځور له آرشیف

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترافيکو رياست وايي، سږ کال د افغانستان پر لویو لارو څه باندې څلور زره ترافیکي پېښې ثبت شوې دي.

د ترافيکو په رياست کې د طالبانو ټاکل شوى مشر حسيب الله مختار وايي چې په دې پېښو کې شاوخوا دوه زره کسان مړه شوي او تر ٧٠٠ ډېر ټپيان شوي دي.

هغه د طالبانو تر ادارې لاندې له ملي ټلوېزيون سره په خبرو کې زیاته کړه چې په یوه کال کې د ترافیکي پېښو احصایې د هغه څه په پرتله چې رسنۍ او ادارې یې خپروي «کم» دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د ليندۍ په ۲۸مه د کابل – کندهار پر لويه لاره د دوو بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله ۵۲ تنه مړه او ۶۵ نور ټپيان شول.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د کابل – کندهار پر لویه لاره دوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ګازو له دوو ټانکرونو سره ټکر وکړ.

د هېواد د لويو لارو په ځينو برخو کې د سړکونو خرابوالى، د نښو او ترافيکي نښو نشتوالى، د موټر چلوونکو بې غوري او د ترافيکي قوانينو نه مراعت د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل کېږي.