افغانستان

د امریکا د دفاع وزارت لپاره د ټرمپ نومول شوی وزير: له افغانستانه د امریکا وتل « يوه شرموونکې او بشپړه ماتې» وه

د امریکا متقاعد افسر او د امریکا په نوې اداره کې د دفاع وزارت لپاره د ډونلډ ټرمپ وړاندیز شوی وزير پیټ هیګسټ له افغانستانه د امریکا وتل « شرموونکې او بشپړه ماتې» وبلله.

د دفاع وزارت لپاره د ټرمپ نومول شوي وزير د هغه د تاييد لپاره د کانګرېس په استماعيه ناسته کې وويل: « دا د شرم وړ ده. تر اوس لا هم دا( له افغانستانه د امريكا وتل) د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بریالي هوايي عملیات بلل کیږي. په داسې حال کې چې هغه نور څه چې موږ ولیدل هغه حقیقت و چې زموږ د سترګو په وړاندې پېښ شول.»

پیټ هیګسټ وايي، له افغانستانه د امریکا وتلو د امریکا پوځي میراث له منځه يوړ او ددې سبب شو چې په دغه هېواد کې د امريكا متحدین پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن د خپلې بهرنۍ تګلارې په اړه په یوه وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسولو په اړه د خپلې جنجالي پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې دی په لسیزو کې د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې په دغه هېواد کې یې جګړه بل ولسمشر ته پرېنښوده.

بایډن ويلي، په افغانستان کې د زرګونو امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره يې هېڅ دلیل نه ليده.

هغه په ​​خپلو خبرو کې وویل: «موږ خپل عسکر کور ته راوست او دا کار مو وکړ. موږ به د ورځې په سلګونو ميلیونه ډالر مصرفول، موږ نور دا کار نه کاوه. زما په نظر، دا هغه وخت و چې جګړه پای ته ورسوو او خپل سرتېري کور ته راګرځوو، او دا کار مو وکړ. زه د ټولو د زړورتیا ستاینه کوم چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.»

خو پخوانی امریکايي سناتور وايي، له افغانستانه د وتلو پرېکړه د افغان سرتېرو د وژل کېدو او په ټوله نړۍ کې د امریکا شهرت ته د زیان رسولو لامل شوه.

ښاغلی هيګسټ زیاتوي چې له دې پېښې د درېيو کالو تېرېدو وروسته هم «کومه پوښتنه» نه دی وړاندې شوې او نه یې هم چا مسٶلیت منلی دی.

د ټرمپ د ادارې د دفاع وزیر په دې باور دی چې پر اوکراین د روسیې یرغل هم له افغانستانه د امریکا د وتلو له امله شوی او په دې وتلو سره نړۍ د امریکا کمزورتیا درک کړې ده.

هغه په دغه ناسته کې د پوښتنې په ډول چې « چا د دغه وتلو قيمت پرې کړ؟» وويل :« هغه عسکر چې د کابل په هوايي ډګر کې د نیلي دروازې په لومړۍ کرښه کې وو، یو ناشونی کار یې کاوه او بهرنی امنیت یې د طالبانو له خوا برابر شوی و. ځکه چې د بایډن تر ادارې لاندې د دې لپاره هیڅ ریښتینی پلان نه و.»

پیټ هیګسټ وايي کله چې هغه لاړ نو هیڅ څوک مسؤل نه و. یوازینی کس چې په دې شیبو کې مسؤل و ، د متحده ایالاتو د سمندري ځواک دوهم قوماندان و چې دا جرئت یې درلود چې ودریږي او ووایی ، «یو څوک باید د دې مسؤل وپېژندل شي.»

هيګسټ وويل: «د هغه نوم سټیو شلر دی. چا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. کله چې د بري او بریا او مثبتو پایلو په اړه د امریکا د پوځ او یا د امریکا ژمنتیا په حقیقت بدله شي، نړۍ ورته ځواب ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د بایډن د ادارې په مشرۍ د امریکایي ځواکونو وتلو تر دې دمه د امریکایي چارواکو او په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې دغه پېښه «ناورين راوړونکې» بللې وه؛ خو تر اوسه یې د افغانستان په اړه کومه روښانه تګلاره نه ده وړاندې کړې.