افغانستان

طالبانو له شپږو بنسټونو سره د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر او د يوې موسسې له مشر سره د تفاهم لیک د لاسلیکولو انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي چې له شپږو کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره یې د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو تړونونو د لاسلیک موخه د اوبو رسولو د شبکو د پروژو پلي کول، د برېښنا شبکې پراختیا او د هېواد په اوو ولایتونو کې د ښوونځیو جوړول دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، طالبانو دغه تفاهم لیکونه د اکټيډ له بنسټونو، د بشري سولې له برابرونکو، ميرسي کارپس، د بشري مرستو د همغږي کوونکي، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو، د جلب او جذب له بنسټونو سره لاسلیک کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې به په کابل، ننګرهار، هرات، کندز، میدان وردګو، کندهار او بلخ ولایتونو کې پلي شي.

طالبانو دغه تفاهم ليکونه په داسې حال کې لاسليک کړي چې په کورنيو او بهرنيو غير دولتي موسسو او بنسټونو کې يې د ښځو کار کول منع کړي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه بنديز بشري فعالیتونه او د بشري پروژو پلي کول ستونزمن کړي دي.

تېره میاشت د طالبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت بهرنیو او کورنیو نادولتي موسسو ته په جدي توګه خبرداری ورکړ چې په دغو ادارو کې د ښځو کار منع دی او باید له دغه حکم څخه سرغړونه ونه کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه وزارت په لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې که دوی دغه حکم ونه مانه نو د هغو موسسو فعالیت به بند کړي چې ښځې ګماري او د فعالیت جوازونه به یې لغوه کړي.

خو ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو له لوري د لګول شویو بندیزونو او محدوديتونو له امله له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوي او دا کار په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې پراخوي.