نړۍ

د غزې پر دوو برخو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۱۵ کسان ووژل شول

د غزې د روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی چې پرون (سه شنبه، د مرغومي ۲۵مه) د غزې پر دوو برخو د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول.

رویټرز د غزې د ډاکټرانو په حواله خبر ورکړی، چې دغه بریدونه په دیرالبلاح او رفح کې شوي او په دغو بریدونو کې یو شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

په غزه کې ډاکټران وايي چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې هم شاملې دي.

د دغه راپور له مخې پر دیرالبلاح په بريد کې لس کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول. په ورته وخت کې په رفح ښار کې هم یو بل جلا برید شوی، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په رفح ښار د هوايي برید له امله څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا، مصر او قطر په منځګړتوب په دوحه کې د اسراٸیلو او حماس ډلې ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه خبرې روانې دي.

اسراٸیلو ویلي دي چې دغو خبرو اترو ته یې د دغه هېواد د استخباراتي ادارې یا موساد د مشر په ګډون یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی استولی دی.

مخکې، رویټرز د سرچینو په حواله ویلي وو چې منځګړیو د دې اونۍ د دوشنبې په نیمه شپه د دواړو خواوو سره د هوکړې د طرحې جزئیات شریک کړي دي.

د يادولو وړ ده، چې په دغو خبرو کې د امریکا د ولسمشرانو جوبایډن او ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي هم  ګډون لري.